د کندز د څلور سوه بستریز روغتون کار کوونکو کاري اعتصاب کړی

د کندز په څلور سوه بستریز روغتون کې ډاکټرانو او د دې روغتون کار کوونکو نن کاري اعتصاب پیل کړی.

اعتصاب کوونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ویلي چې؛ له څلورو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي او تر هغې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي چې؛ معاشونه یې ورکړل شي.

د کندز د څلور سوه بستریز روغتون سرطبیبه "فریبا هدایت" بیا ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ د ځنیو تخنیکې ستونزو له وجې يې د دوی معاشونه ځنډولې دي؛ خو ژمنه يې وکړه چې، په یوه اونۍ کې به د دوی معاشونه بېرته توضیح شي.