د ملګرو ملتو عمومي منشي د کوریا په ټاپووزمه کې د کړکیچ زیاتیدو ته ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
بان کې مون پرون دا خبره وروسته تر دې وکړه چې؛ شمالي کوریا خبرداری ورکړ چې؛ له چهارشنبې وروسته د بهرنیو ډیپلوماټانو د خوندیتوب ضمانت نه شي کولی.
پیونګ یانګ له سفارتونو وغوښتل چې، له شمالي کوریا څخه د خپلو خلکو پر ایستلو غور وکړي.
بل لور ته پرون د جنوبي کوریا رسنۍ خبر ورکړ چې؛ شمالي کوریا د منځنۍ واټن دوه ګرځنده توغندي ختیځ سمندرغاړې ته راوړې دي او دا داسې کار دی چې جاپان او په ارام سمندر کې د امریکا اډې ګواښي.
د دې رپوت تر اوسه تایید نه دی شوی.