په ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنه افغان کډوال وژل شوي دي

په ايران کې يو "پيک اپ" ډوله موټر چې په قاچاقي ډول يې تېل انتقالول، له هغه موټر سره ټکر شو، چې افغانان په کې سپاره وو، د ټکر او وروسته د اورلګېدنې په پېښه کې اتلس تنه ووژل شول چې پنځلس تنه يې افغانان دي.

د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا په حواله؛ د موټرو د ټکر او اورلګېدنې په پېښه کې پنځلس تنه افغانان چې په غيرقانوني توګه ايران ته ننوتلي وو؛ وژل شوي دي. وژل شوي ايرانيان د تېلو په لېږدوونکي موټر کې سپاره وو.

دا معلومه نه ده چې، وژل شوي افغانان د کومو ولايتونو دي.

ايراني چارواکو د پېښې علت د دواړو موټرو تېز سرعت بللى دى.