"د کانونو په برخه کې د هر ډول فساد د له منځه وړلو لپاره دې جدي اقدامات وشي"

په افغانستان کې یو شمېر مدني ټولنې له افغان حکومت نه غواړي، چې د کانونو په برخه کې د هر ډول فساد د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ځوانانو د ملي خوځښتونو او مدني بنسټونو په نوم یوې مدنې ټولې د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې یوه پنځه ماده يي اعلامیه خپره کړه، دغه اعلامیه د دې ټولنې یو غړي محمد نظیم ولوسته، چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي وو.

دوی له حکومت نه وغوښتل، چې غوښتنو ته یې جدي پاملرنه وشي کنه نو دوی به پدې برخه کې نور ګامونه هم واخلي.

مخکې تر دې هم داسې رپوټونو خپاره شوې وو چې ګواکې د افغانستان د کانونو د استخراجولو په برخه کې فساد موجود ده.

د امریکا د جیالوجیکو څېړنو د ادارې له سروې سره سم د افغانستان تر مځکې لاندې زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیون ډالرو ته رسېږي، خو د افغانستان د کانونو وزارت بیا وايي چې د افغانستان د دې خزانو ارزښت تر دې ډېر لوړ دی.