جنوبې کوریا: که کاریګر مو له خطر سره مخ شي، نو له شمالي کوریا څخه به يې وباسو

جنوبې کوریا غواړي که کاریګر یي له خطر سره مخامخ شي له شمالي کوریا سره د کایسونګ له ګډو صنعتي تاسیساتو څخه به خپل کاریګر وباسي.

دا خبره د جنوبي کوریا د یوکیدو د چارو وزیر ریوو کیل جي یي Ryoo Kihl-jae د جمعې په ورځ د بهرنیو رسنیو خبریالانو ته په سیول کې وکړه.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې د کوریا ټاپو وزمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او شمالي کوریا په روانې اوونۍ کې د جنوبي کوریا کاریګرو ته اجازه ورنه کړه چې د کایسونګ صنعتي تاسیساتو ته داخل شي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د کایسونګ په صنعتي تاسیساتو کې د شماالي کوریا ۵۳ زره کاریګر نن خپلو دندو ته نه وو حاضر شوي.

د جنوبي کوریا د یوکیدو د چارو وزارت وایي، د شمالي کوریا کاریګر په دي هیواد کې د دهقان د ورځې د رخصتۍ له امله کارونو ته ندي تللي.

شمالي کوریا دغه راز د اټومي احتمالي حملې په شمول، د امریکا په متحده ایالاتو او جنوبي کوریا باندي د حملو ګواښونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون د هسپانیې په مرکز مادرید کې د شمالي کوریا د ګواښونو په اړه وویل

«زه فکر کوم، شمالي کوریا په خپلو څرګندونو کې زیاتی کوي او زه اندیښمن یم که چیري د دغه حالت په اړه د هر ډول غلط قضاوت او غلطې محاسبې له امله د کوریا په ټاپووزمې کې د غوښتنې پر خلاف کوم بحران رامنځ ته شي، دا به ډېر جدي عوااقب ولري. )

د امریکا دفاع وزیر چک هیګل د شمالې کوریا ګواښونه ریښتینې او څرګند بللي دي.