میر حیدر نظري: نړېواله ټولنه دې په نړۍ کې د ماینونو تولید بند کړي

په افغانستان کې د ماینونو د کشف قوماندان له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې په نړۍ کې د ماینونو تولید دې بند کړي.

میر حیدر نظري دا خبره پرون رویترز اژانس ته وکړه:

«د ماینونو تولید باید په ټولې نړۍ کې بند شي. په جګړو کې له ښکېلو اړخونو لکه طالبانو، حکومت او نورو څخه د یوه مسلمان، یو انسان او بشر په توګه زما غوښتنه دا ده، چې جګړې او وینې تویول دې نور بند کړي.

دوي چې ماینونه ښخوي سبا ورځ به یي خپل اولادونه هم د همدې ماینونو قرباني شي»

ملګرو ملتونو، د پنجشنبې ورځ د اپریل څلورمه د ماینونو څخه د خبرتیا نړېواله ورځ اعلان کړې وه.

د افغانستان د ماین پاکولو د موسسې یو مسول محمد مختار وایي، تر اوسه د افغانستان په غرنیو سېمو او دښتو کې په سلو کې پنځوس ساحې له بېلابېلو ماینونو څخه پاکې شوي دي.

ده هیله ښودلې، چې په راتلونکو کلونو کې به په سلو کې پنځوس پاته سېمې هم له ماینونو څخه پاکې کړي.