په هند کې یوه کلیوال سړي 9 ښځې ووژلې

په هند کې یوه کلیوال سړي 9 ښځې په یوه تبرزین باندې ووژلې.

د سیمې د پولیسو مقام ګووردن سنګ داروه Govardhan Singh Darroh پرون وویل چې د چتیس ګړ Chhattisgarh ایالت دا کلیوال ناڅاپه له ادارې ووت او خپلې 9 ګاونډۍ مېرمنې یې ووژلې.

د دې مقام په وینا پنځه ماشومانې چې عمرونه یې له دوو تر نهو کلونو وو، درې مېرمنې چې عمرونه یې له شپېتو کلونو اوښتي وو او یوه پنځه ویشت کلنه ښځه د دې پېښې قربانیانې دي.

د پنځه دېرش کلن پنډو ناګیسیا Pandu Nagesia په اړه چې په دې وژنو تورن شوی ویل کېږي چې نوموړی څه وخت مخکې له خپلې مېرمنې څخه بېل شوی او سخت خواشینی و.

د هندي رسنیو د راپور له مخې پېښه هغه مهال وشوه چې د وژل شویو مېرمنو نارینه خپلوان یوه نژدې کان ته د کار لپاره تللي وو.

وروسته له دې چې د تېرکال په ډسمبر میاشت کې په نوې ډېلي کې د طب یوه محصله د څو کسانو له خوا د جنسي تجاوز په نتیجه کې مړه شوه په هند کې د ښځو په وړاندې تشدد ته پاملرنه زیاته شوه.