اوکراین به عبدالمالک عبدالله جانوف تاجکستان ته ونه سپاري

اوکراین وايي، چې د تاجکستان پخوانی صدراعظم عبدالمالک عبدالله جانوف به هغه هېواد ته ونه سپاري.

د اوکراین د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي سکرترې مارهاریتاویلکوا له آزادۍ راډیو سره په ټلفوني خبرو کې وویل، د دې پرېکړې بنسټ دا حقیقت دی چې عبدالله جانوف په اوکراین کې پناه اخیستې ده:

(د اوکراین د لوی څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر تاییدوي چې عبدالمالک عبدالله جانوف به تاجکستان ته ونه سپارل شي.)

عبدالله جانوف په تېره فبروري میاشت کې په داسې حال کې چې له امریکا څخه راستنېده د یوه نړیوال حکم له مخې، کیف ته نژدې د بوریسپیل په هوايي ډګر کې ونیول شو.

عبدالله جانوف چې د ۱۹۹۴ کال په انتخاباتو کې د ولسمشر امام علي رحمانوف په وړاندې کاندید و، د حکومت له خوا په ۱۹۹۶ کال کې د ولسمشر د وژلو لپاره په ناکامه هڅه کې په لاس لرلو تورن شو.

دی همداراز تورن دی چې په ۱۹۹۸ کال کې پر سغدولایت له وسله والې حملې څخه یې ملاتړ کړی او همداراز په منظمو جرمونو او تروریستي فعالیتونو کې یې لاس درلود، خو عبدالله جانوف دا ټول تورونه رد کړي دي. نوموړی له تېرو لسو کلونو راهیسې په امریکا کې دېره دی.