د ایران جګپوړی مرکچي سعید جلیلي وايي، چې نړېوال قدرتونه باید د یورانیمو د غني کولو لپاره د ایران حق ومني څو له لویدیځ سره د دې هېواد د لانجمن اټومي پروګرام په اړه خبرې نتیجه ورکړي.
جلیلي دا څرګندونې د ایران او شپږو لویدیځو قدرتونو د خبرواترو په درشل کې پرون د قزاقستان په الماتي ښار کې وکړې.
نوموړي وویل، ایران به په راروانه جون میاشت کې د دې هېواد د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د یورانیمو د غني کولو په برخه کې له خپل حق څخه په زیاتې سختۍ سره دفاع وکړي.
د الماتي په غونډه کې چې نن او سبا جوړېږي، د امریکا، روسیې، چین، فرانسې، برتانیا او جرمني په استازیتوب د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشټن خبرې کوي.
د نړۍ قدرتونه شک لري، چې ښايي ایران به له خپل اټومي پروګرام څخه د وسلو په جوړولو کې کار واخلي خو تهران دا ادعاوې ردوي او وايي چې له اټومي انرژۍ څخه د برېښنا او درملو د تولید لپاره کار اخلي.