د ناټو عمومي منشي په فراه کې شوې حمله په کلکه وغندله

د ناټو عمومي منشي په فراه ولایت کې د چارشنبې ورځې حمله چې له څلوېښتو زیات کسان یې ووژل، په کلکه وغندله او د افغانستان له حکومت سره یې د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

اندرېس فوګ رسموسین په یوه بیان کې چې پرون د ناټو په انټرنېټ پاڼه کې خپور شو وویل د فراه د محکمې پر ودانۍ دا بېرحمانه برید چې ګڼ ملکي افغانان پکې ووژل شول په کلکه غندي. ده زیاته کړه چې دا ډول حملې په هېڅ صورت د توجېه وړ نه دي.

رسموسین وویل، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیتي مسوولیتونو منلو ته چمتو کېږي ناټو له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

افغان چارواکي وايي چې د فراه پر محکمه د چارشنبې ورځې حمله وسله والوطالبانو د خپلو هغو ملګرو د خوشې کولو لپاره پلان کړې وه چې محاکمه یې روانه وه.

د چارواکو په وینا وسله وال ودانۍ ته له ننوتو وروسته ۴۶ کسان په داسې حال کې ووژل چې خونه په خونه وګرځېدل او هرڅوک چې لیدل یې ډزې یې پرې وکړې.