څیړونکو په جاپان کې ویلي دي چې یو شمیر هغه نارینه چې پر سر ویښته نه لري د هغو په پرتله چې د سر ویښتان یې نه وي توی شوي د زړه ډیرې ستونزې لري.
په هغه رپوټ کې چې بي ایم جي اوپن ان لاین خپرونې پرون خپور کړ، څیړونکو څرګنده کړې ده چې هغه نارینه چې د سر ویښتنه نه لري د هغو نورو چې ویښته لري په پرتله درویشت فیصده ډیر د زړه په ناورغۍ اخته کیږي.
د توکیو په پوهنتون کې څیړونکو وویل چې هغه کسان چې د تندي په برخه کې یې ویښته توی شوي دی هغوی ستونزه نه لري، خو هغه چې د ککرۍ ویښته نه لري هغوی ښایي له دې خطر سره مخامخ شي.
په دې څیړنه کې سګرټ څکول، د ویني د غوړ زیاتیدل، فشار او چاغي د زړه د ناروغۍ غښتلي علتونه ګڼل شوې دي او دا لاملونه د سر د ویښتو په پرتله ډیر قوي یاد شوی دي.
دا څیړنه په اووه دیرش زره کسانو باندې په امریکا او اروپا کې د نولس سوه درې نویم کال او دوه زره اتم کلونو تر منځ شوې ده.