روسیه: د چچېن جمهوریت په مرکز کې لګیدلی اور مړ شو

د روسیې د بیړنیو چارو د وزارت چارواکې وایي، چې د روسیې په جنوب ختیځ کې د چچېن جمهوریت په مرکز کې لګیدلی اور مړ شو.

په ګروزني کې په یوه څلویښت منزله ودانۍ کې دغه اور پرون ولګید او نن سهار غلی شو.

چاروکو وویل چې په دغه اور کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او اور د ودانۍ پورتني منزلونه سوځولي دي.

د چچېن په مرکز کې دغه له نویو ودانیو ده چې لا خالي وه.

چچن د روسیې یو ناکراره جمهوریت دی، خو په دې ودانۍ کې د اور د علت په اړه یوه مسوول وویل چې یاغیانو دغه اور نه دی لګولی او علت یې بریښنا ده.

یاغیان په چچن کې وایي، چې دوی د دې لپاره مبارزه کوي چې یو بیل اسلامي دولت جوړ کړي.