کاپیسا: د طالبانو له خوا ۸یرغمل شوي ملکیان خوشې شول

د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولینو د هغو اتو ملکېانو له خوشې کولو خبر ورکوي چې د طالبانو له خوا یرغمل شوي وو.

د کاپیسا ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند همایون رشیدي نن ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې له دولت سره د لاس لرلو په تور یرغمل نیول شوي وو.

د همدې سرچېنې په خبره دا کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو له یرغمل خوشې شول او د عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه جنګي مهمات هم امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.