د غر ختنې ملي فدراسیون د المپیک په کمیټه کې پرانیستل شو

په افغانستان کې د غرمځلي یا غر ختنې ملي فدراسیون د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد د ملي المپیک په کمیټه کې پرانیستل شو.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټه وايي صدیقه میار نورستانۍ چې د غرختنې په برخه کې یې په تېرو اوو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي، د یاد فدراسیون د لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه ټاکل شوې.

اغلې نورستانۍ د فدراسیون د پرانیستلو په مهال وویل، چې تر وروستۍ هڅې به د غرختنې د پراختیا لپاره په افغانستان کې هڅه او کوښښ وکړي.

صفي الله ستانکزي په اړه رپوټ برابر کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د غر ختنې ملي فدراسیون د المپیک په کمیټه کې پرانیستل شو