د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی

پاکستان ځان په تیرو درېیو لسیزو یعنې په افغانستان باندې د روسانو له له یرغل راهیسې د افغانانو د سیاسي او پوځي مبارزو یا چارو اصلې طراح، د لویدیځ استازی یا دلال او ناظر بولې او اوس بیخې څرګنده شوې، چې اسلام اباد په هیڅ ډول نه غواړي په افغانستان کې د سولې یا جوړ جاړي کومه عملیه یا معامله دي د دوي له اغیز او سلا پرته پرمخ لاړه او عملي شي.

افغان حکومت له څو کالو راهیسي له طالبانو سره په یو اړخیز ډول د سولې یا پخلاینې پروګرام اعلان کړی او د همدې مقصد لپاره یي د سولې عالي شوری جوړه کړې ده.

د دې شوری رئیس برهان الدین ربانې د طالب په جامه کې د یوه تروریست له خوا چې د افغان حکومت په وینا، له کوټې څخه یي د استاد د قتل پلان جوړ کړی و، ددغې عملیې قربانې شو، د دینې عالمانو هڅو او نورو ډپلوماتیکې هلو ځلو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړي.

د فبرورۍ په میاشت کې په لندن کې د انګلستان د صدراعظم په منځګړتوب د پاکستان او افغانستان د جمهورو رئیسانو تر منځ غونډه جوړه شوه او له خلکو سره په افغانستان کي د سولې د عملیې د بري هیلې پیدا شوې. دواړو خواو حتی دا هم وویل چې د شپږو میاشتو په مودې کې به دا عملیه بریالۍ شي.

په کابل کې د افغانستان او پاکستان ددیني عمالمانو د کنفرنس خبره ګرمه شوه ، خو ډېر ژر د پاکستان د استخباراتې اداري په اشاره په ظاهر کې د مولانا اشرفې په اعتراض سره لغوه شوه.

په څو تیرو ورځو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکي نور هم خراب شول او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال جاوید لودین په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او د ننګرهارولایت په ګوشتې ولسوالۍ کي یي د پاکستان له خوا د امنیتي پوستې د جوړولو له امله هغه ته د خپل هیواد اعتراض وړاندي کړ او دا کار یي د ټولو نړیوالو موازینو خلاف عمل وباله.

افغان حکومت دا هم وویل چې اسلام آباد د سولې په عملیې کي د همکارۍ لپاره افغانستان ته داسي شرایط وړاندي کړې چې د افغان چارواکو په وینا، په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.

افغان حکومت دغه راز وویل، د پاکستان له همکارۍ پرته به هم د سولې عملیه پرمخ بوزي.

د افغانستان د ملې ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله آزادي راډیو سره مرکې کې په دې اړه وویل:

«د افغانستان اکثریت خلکو د سولې د بهیر ملاتړ کړی ، خو افغان دولت د پاکستان پر وړاندي کومه مشخصه او اغیزناکه پالیسي نه درلوده.»

د سیاسي چارو ځیني کار پوهان د افغانستان او پاکستان تر منځ روان تاوتریخوالی د نړیوال او سیمه ايز سیاست بدلون بولې . پخوانی پاکستانی ډپلومات شمشاد خان وایي، اصلې ستونزه داده چې هند او پاکستان په افغانستان کې د نفوذ سیالیو ته زور ورکړی او له همدي امله په دي هیواد کي امنیت نشي ټینګیدلاي.

افغان کارپوه او لیکوال صدیق الله بدر دا مساله د سیاست په ډګر کې د روانو حالاتو په اړه د پاکستان وراخطایي بولي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز چودری وایي، دوي د سولې عملیې کی صادقانه هلې ځلې کوي او دا ځکه چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان سوله او ثبات دی.

په همداسي یوه مغشوش او ګډوډ سیاسي حالت کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي قطر ته سفر وکړ او هلته یي طالبانو د یوه دفتر د پرانستلو او نورو اړوندو مسلو په اړه د قطر له مشرانو سره خبرې وکړې.

پوښتنه دلته چې آیا پاکستان په رښتیا هم په افغانستان کې د سولې د عملیې بریالي کیدل غواړي ؟آیا د پاکستان له همکارۍ پرته به په افغانستان کي سوله او ثبات ټينګ شي؟ او که ټینګ شي په کوم قیمت او څنګه؟

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - لومړۍ برخه د ازادۍ په څپو کې - دويمه برخه