پکتیکا: دوه تنه وسلوال مخالفین او یوشمیر وسلې او مهمات نیول شوي دي

د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي ،چې بیګاه شپه يې د اومنې په ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوه تنه وسلوال مخالفين او يو شمیر وسلې او مهمات نيولي دي.دپکتیکا امنیتي چارواکي وايي ،چې یاد عملیات يې دځنو کشفي مالوماتو له مخې ترسره کړي دي.

د پکتيکا ولايت امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال دادالله هوتک دیادو عملیاتو په اړه وویل ،چې یاد ځانګړي عملیات يې دنوموړي ولایت داومنې ولسوالۍ دخدکي په کلي کې دیو شمیر کشفي مالوماتو پر بنسټ ترسره کړي ،چې په نتیجه کې یې ددولت دوه تنه وسلوال مخالفین له یوشمی وسلو،مهماتو او دوه عرادې موټرسایکلونو سره یو ځای نیول شویدي:

((دملي پولیسو داجرااتو په لړ کې ،چې دپکتیکا ولایت داومنې ولسوالۍ مربوط دخدکي په کلي کې تر سره شول ،په نتیجه کې پولیسو وکولای شول ،چې له دوو تنو وسلوالو مخالفینو سره یوځای درې میله کلاشینکوف ،دوه یوولس ډزې انګریزي ټوپک له دوه عرادې موټرسایکلونو سره یو ځای ونیسي.))

د پکتیکا ولایت دسرپرست امنیه قوماندان په وينا نيول شوي دوه تنه وسلوال مخالفين هغه کسان ول، چې ددوی دمالوماتو له مخې يې د لويو لارو په اوږدو کې ماينونه ځای پرځای کول او په کلیو کې به يې د دولت پر ضد پروپاګنډ او تبليغات کول، د نوموړي په خبره چې د عملياتو پر مهال جګړه نده رامينځته شوي او هيچاته پکې د سر او مال زيان ندی اوښتی.

دیادونې وړ ده دپکتیکا ولایت امنیتي مسوولین داسې مهال په اومنې ولسوالۍ کې د یو شمیر وسلو او دوو تنو وسلوالو مخالفینو دنیولو خبر ورکوي ،چې تیره ورځ دیاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې دملي اردو په مشرۍ دازادۍ په نوم چاڼیز عملیات پیل شوی دي.