د غزني سیمه يیزچارواکي وايي، بهرنیو سرتېرو په دغه ولایت کې په یوې هوايي حملې کې څلور افغان پولیس او دوه ملکیان وژلي دي.
د غزني د ده یک ولسوال فضل احمدټولواک ازادي راډیو ته وویل، دغه پولیس او ملکیان چې له پولیسو سره وسلې هم وې تېر ماښام د بهرنیو سرتېرو له یوې الوتکۍ څخه په یوې سراچې موټر باندې له هوايي حملې وروسته وژل شوي دي.
ټولواک وايي، بهرنیو سرتېرو به د سراچې په سورلیو د طالبانو ګومان کړی وي خو بهرنیو سرتېرو ددې پیښې د سپیناوي په باب کومه تبصره نه ده کړې.
پنځه ورځې وړاندې هم د بهرنيو سرتېرو يوې الوتکې د غزني په اسفنده سيمه کې هوايي بريد کړی وو چې پکې د چارواکيو په خبره څوارلس تنه طالب وسله وال او يو عام وګړی وژل شوي وو.