د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشره کاترين اشتون وايي، د ايران د اتمي پروګرام په اړه راتلونکو خبرو ته محتاطه خوشبيني لري.
مېرمن اشتون پرون په انقره کې د خبرو په مهال وويل: دا ډېره مهمه وه چې په راتلونکو څو ورځو کې د قزاقستان په الماتي کې له ايراني چارواکو سره د دې په خبرو کې يو څه پرمختګ وشي.
اشتون د شپږو لويو قدرتونو لکه امريکا، فرانسې، بريتانيا، روسيې او چين له لوري له ايراني چارواکو سره خبرې کوي.
په الماتي کې له ايراني چارواکو سره د مېرمن اشتون د جمعې او شنبې د ورځې خبرې د هغو مذاکراتو په دوام او تعقيب کې کېږي چې د قزاقستان په دغه سوداګري مرکز کې د فبرورۍ په پاي کې شوې وې.