"ايران او پاکستان دې له روسيې سره يوځای د نشه يي توکو د توليد د مخنيوي لپاره ستراتيژي جوړه کړي"

د روسيې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې مشر ويکتور ايوانوف ايران او پاکستان ته وړانديز وکړ چې له روسيې سره يوځای په افغانستان کې د مخدرو موادو د توليد د مخنيوي لپاره ستراتيژي جوړه کړي.

د ايتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې ايوانوف وويل، درو هيوادونو روسيې، پاکستان او ايران ته وړانديز کوي چې له افغانستان سره په ګډه د مخدرو موادو پرضد د ستراتيژۍ په جوړولو کار وکړي څو په دې وسيله په افغانستان کې د توليد کېدونکو مخدرو موادو د مخنيوي لپاره د ټولو خواوو ترمنځ همږغي رامنځته شي.