نيکولاي بورديوژا وويل، چې د ده له اټکل سره سم د افغانستان د وضعيت په شمول به حالات سم نه شي

د ډله ييز امنيتي تړون عمومي منشي پرون وويل، چې د افغانستان په کمپونو کې روزل شوي سخت دريځي ممکن د دې تړون د غړيو هېوادونو خاورو ته واوړي.

د ايتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې نيکولاي بورديوژا وويل، چې د ده له اټکل سره سم د افغانستان د وضعيت په شمول به حالات سم نه شي.

ده همداراز وويل، په افغانستان کې د سخت دريځو د روزنې په کمپونو کې د منځنۍ اسيا او د ډله ييز امنيتي تړون د غړيو هيوادونو اتباع به يو نه يو وخت بېرته په دغو هيوادونو کې سر ښکاره کړي او د وسلې په زور به د سياسي مسايلو د حل کولو هڅه وکړي.