د نيوزيلنډ ګورنرجنرال جيري مېټ پارايي د باميانو له ولايت سره د مرستو ژمنه وکړه

د نيوزيلنډ ګورنرجنرال جيري مېټ پارايي پرون په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې له افغانستان په تېره بيا باميان ولايت سره د خپل هيواد د مرستو ژمنه وکړه.

د نيوزيلنډ ګورنر جنرال وويل چې د دوي هدف دا دي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او په دې خوښ دي چې هيواد يې د افغانستان د حکومت په همکارۍ د باميان له خلکو سره مرستې کړي دي.

په افغانستان کې نيوزيلنډي ځواکونه د ولايتي بيارغونې د ټيم په چوکاټ کې په باميان ولايت کې ځاي پر ځاي دي.

د افغانستان ولسمشر د نيوزيلنډ له ګونرجنرال سره په کتنه کې د افغانانو له لوري له نيوزيلنډ څخه په دې مننه وکړه، چې له افغانستان او په تېره بيا باميان سره يې مرستې کړي دي.