جنوبي کوریا د ممکنه پوځي عملیاتو په ګډون ټولو انتخابونو باندې غور کوي

جنوبي کوریا وايي د خپلو هغه اتباعو د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره د ممکنه پوځي عملیاتو په ګډون ټولو انتخابونو باندې غور کوي چې دا مهال په شمالي کوریا کې په شریک کاریدونکي صنعتي پارک کې بند پاتې دي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر کیم کوان جین وايي، وروسته له هغې چې شمالي کوریا د کای سانګ صنعتي تاسیساتو ته د جنوبي کوریا د کارګرانو ورتګ باندې بندیز ولګاوه دوی ټول احتمالي پلانونه برابر کړي دي.

په جنوبي کوریا کې چارواکي وايي، چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا کارګران د کایسانګ شریک صنعتي پارک ته چې په شمالي کوریا کې پروت دی له ورتلو منعه کړي دي.

د جنوبي کوریا د یو والي په نوم د وزارت ویاند د چارشنبې په ورځ وویل د کایسانګ له صنعتي تاسیساتو څخه کارګارانو ته اجازه ورکول کیږي چې جنوبي کوریا ته ستانه شي ، خو هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې دې تاسیساتو ته سفر وکړي.

د یوالي په نوم د جنوبي کوریا د وزارت ویاند کیم هیونګ سیوک د چارشنبې په ورځ وویل:

(( نن سهار شمالي کوریا موږ ته معلومات راکړل چې دوی د کایسانګ شریک صنعتي پارک ته د جنوبي کوریا د کارګرانو ورتګ بند کړی خو دوی ته به اجازه ورکړي چې له شمالي کوریا ووځي.

زموږ حکومت په نني وضیعت اندېښنه لري چې د کایسانګ صنعتي پارک ته تګ راتګ نورمال نه دی. ))

دې ویاند د پینګ یانګ پریکړه د ډیرې خواشینۍ وړ وبلله او ویې ویل سیول د جنوبي کوریا د هغو تر اته سوو زیاتو اتباعو په اړه اندېښنه لري چې دا مهال د کایسانګ په تاسیساتو کې دي.

د شمالي کوریا له خوا دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې په دې وروستیو کې د کوریا په ټاپو وزمه کې کړکیچ زیات شوی دی.