د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق د دې هېواد پارلمان ړنګ کړی

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق د دې هېواد پارلمان ړنګ کړی دی. په یوه تلویزوني وینا کې نجیب وویل، چې په دوو میاشتو کې به نوې انتخابات وشي او د دې هېواد پاچا د ده پریکړه تایید کړې ده.

د صدراعظم نجیب د ملي جبهې په نوم د واکمن ایتلاف وخت د اپریل پر دیرشمه پای ته رسیږي.

تمه ده، چې د مالیزیا ملي جبهه او د درې ګوندونو یو بل ایتلاف چې د اپوزیسون یو مشر انور ابراهیم یې مشري کوي به په راتلونکو انتخاباتو کې د یوبل پرضد نژدې انتخاباتي مبارزه وکړي.

ملي جبهې له ۱۹۵۷ م کال راهیسې پر مالیزیا واکمني کړي ده خو د ۲۰۰۸ م کال په انتخاباتو کې یې په پارلمان کې له درې برخو دوه برخه اکثریت څوکۍ له لاسه ورکړي.