په فراه کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ لا هم وسله واله نښته روانه ده

په فراه ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو حمله کوونکو ترمنځ لا هم وسله واله نښته روانه ده.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمان ژوندي ازادی راډيو ته وویل چې، وسله والو مخالفانو نن سهار د فراه د محکمې پر ریاست حمله وکړه.

د ښاغلي ژوندي په خبره تر اوسه دوه وسله وال وژل شوي او دوه یا درې نور لا هم مقاومت کوي.

نوموړی زیاتوي چې، حمله کونکو د ملي اردو یونیفورم اغوستی وو، چې لومړی یې د محکمې د ریاست په دروازه کې موټر بم چاودنه وکړه او وروسته بیا په سیمه کې د ډزو اوازونه واوریدل شول.

د فراه د عامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالجبار شایق ازادي راډيو ته وویل چې، له دې پیښې څخه تر اوسه دوی ته پينځه مړي او څه باندې څلویښت ټپیان ور وړل شوي، چې په ټپیانو کې ۲۵ یې ملکیان او او ۱۵ یې پولیس دي.

وسله والو طالبانو د دې حمله مسئولیت منلی دی.