د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې هغه تړون ته رایي واچول شوې، چې د وسلو د سوداګرۍ د تنظمیدو لپاره دي.
پرون د ملګرو ملتو د یوسل او درې نوي غړیو هېوادو له ډلې یو سل او څلور پنځوس هېوادو د دغه تړون په تایید رایي ورکړې او ایران، سوریې او شمالي کوریا مخالفې رایي واچولې.
روسیه بیا په هغو درویشت هېوادو کې وه چې هیڅ راییه یې ونه کاروله.
د ملګرو ملتو د عمومي غونډې اوسني مشر ووک یریمیک دا تړون وستایه:
«فکر کوم چې د دې تړون وروستی متن غښتلی او د پلي کېدو وړ دی. همداراز له ډیرو اړخونو بې ساری دی.
دا تړون د دې څرګندونه کوي چې د وسلو پلورونکې هیوادونه له قانوني پلوه اړ دي چې دا معلومه کړي چې پلورلې وسلې خو یې د بشري حقونو او بشري قوانینو تر پښو لاندې کېدو کې مرسته نه کوي»
بل لورته په ملګرو ملتو کې د روسیې استازي ویتالي چورکېن ویلي دي چې په نړۍ کې د وسلو د تنظمیدو په دغهَ تړون کې د بشر لپاره د احتمالي خطرونو معیارونه سم نه دي څرګند شوي.