"په ګروپي ډول د وزیرانو استیضاح مثبته نتیجه نه ورکوي"

د ولسي جرګې ځیني غړي، د جرګې له خوا په«یو وار» د څلورو وزیرانو په استیضاح کولو انتقاد کوي.

دوي وایې، جرګه باید« یو،یو» وزیراستیضاح کړي، څو د هغه د ځوابونو په هکله په هماغه ورځ پریکړه هم وشي.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د حکومت څلور وزیران د دې له امله استیضاح کړل چې په تیر کال کې یې د بودجې پنځوس فیصده هم نه وه لګولې.

خلک او کارپوهان وایې، د استیضاح د نتایجو ځنډیدل، د خلکو او حکومت په ګټه نه دي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسي جرګې له خوا په "یو وار" د څلورو وزیرانو په استیضاح کولو نیوکه