په پاکستان کې وسله والو پر یوه برېښنا کوټ حمله وکړه

د پاکستان پولیس وایي، یو شمېر وسله والو په پیښور کې په یوه برېښنا کوټ باندې حمله وکړه او له امله یې لږترلږه ۷ کسان مړه شول.

دا حمله د سې شنبې په سهار په "بډه بېره" کې په شیخ محمدي برېښنا کوټ شوې او څلور تنه په کې تښتول شوي دي.

د حملې له وجې د پیښور په زیاتو برخو کې د څو ساعتونو لپاره برېښنا بنده وه.

د پاکستان د اوبو او برېښنا د پراختیا د اداري (WAPDA) ویاند "علي ګوهر" د دغې حملې په اعتراض کې په ټول پښتونخواه ایالت کې د اعتصاب اعلان وکړ.

د پولیسو جګ پوړی مامور "محمد اسحق" وایي، د حملې په پیل کې د برېښنا کوټ یو پولیس او یو ساتونکی وژل شوي وو او پنځه نور کسان د حملې په جریان کې تښتول شوي چې؛ وروسته یې مړي ومندل شول.

تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.