د برما په یوه جومات کې د اور لګېدنې له امله ۱۳ ماشومان وژل شوي

د برما چارواکي وايي چې، نن سهار په یوه جومات کې لګېدلي اور دیارلس ماشومان ووژل. اور په هغه جومات کې لګېدلی چې نژدې پنځه اویا یتیمانو ژوند په کې کاوه.

د چارواکو په وینا، د اوروژنې پولیسو وکولای شوای دا اور چې د برېښنا د شارټۍ له وجې شوی و؛ ووژني. په همدې حال کې فرانسپرس خبري آژانس راپور ورکړی چې؛ قهرجنو اعتراض کوونکو پولیس اړ کړل چې د سیمې د مسلمانانو د استازو په ګډون د تحقیقاتو لپاره د یوې کمیټې د جوړولو ژمنه وکړي.

برما یا میانمر له تېرو څو میاشتو راهیسې د مسلمانانو او بوداییانو ترمنځ د خونړیو فرقه يي نښتو ډګر دی چې؛ په نتیجه کی یې زیات شمېر خلک وژل شوي هم دي.