افغانستان د راکټي حملو په اړه د پاکستان د لوی درستیز ادعاوې رد کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د لوی درستیز هغه ادعا رد کړه چې؛ ویلي یې دي د افغانستان له خاورې پر پاکستان راکټي حملې کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سیامک هروي ازادي راډیو ته وویل؛ دا پاکستان دی چې، د تیرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او افغانستان په خاورې راکټي حملې کوي.

نوموړي پر پاکستان ټینګار وکړ چې، باید د افغانستان په اړه په خپلو پالیسیو له سره کتنه وکړي.

د پاکستان لوی درستیز اشفاق کیاني تیره ورځ د افغانستان لپاره د امریکايي او ناټو ځواکونو عموي قومندان نه غوښتل چې؛ د ایساف دې پر پاکستان د افغانستان له خاورې د راکټي حملو په څیړلو کې مرسته وکړي.