د افغانستان کرکټ ټیم هانګ کانک ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ورسید

افغانستان نن په نيپال کې د کرکټ د اسيايي سياليو په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو فاینل یا پاى لوبې ته ورسېده.

د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اوريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل شوې دي.

د هانګ کانګ لوبډله په نولسو اوورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١١٠ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په اتلسم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.