سپینه ماڼۍ: امریکا د شمالي کوریا له خوا کوم پوځي خوځښت نه دی لیدلی

سپینه ماڼۍ وايي، امریکا د شمالي کوریا له خوا د تهاجمي څرګندونو سره سره بیا هم د دې هیواد کوم ډول ستر پوځي خوځښت او یا د ځواکونو نقل و حرکت نه دی لیدلی.

د سپینې ماڼۍ ویاند "جي کارني" پرون وویل متحده ایالات د شمالي کوریا له خوا د جګړې ګواښونو ته جدي پام کوي؛ خو د دې هیواد د تهاجمي څرګندونو ترشاه عملي اقدامات نه ترسترګو کیږي.

"زموږ له خوا اخستل شوي ګامونه احتیاطي دي. په دې کې زموږ د خپلې خاورې او زموږ د متحد هیواد د امنیت لپاره د میزایلو دفاعي سیسټم او د بي دوه او بي دوه پنځوس الوتکو پروازونه شامل دي؛ څو خپل متحدان یقیني کړو او شمالي کوریا ته زموږ پریکړه څرګنده شي او د یو اړخیز عمل اقدام لپاره پر سیول فشار کم کړو."

شمالي کوریا تیره شنبه اعلان وکړ چې؛ له جنوبي کوریا سره د جګړې په حالت کې ده او پیونګ یونګ به په جنوبي کوریا او سیمه کې پوځي اډې په نښه کړي.

بل لورته متحده ایالاتو له جنوبي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو په ترڅ کې خپلې پرمختللې ایف ۲۲ ډوله جیټ الوتکې هم سیمې ته استولي دي.

شمالي کوریا د واشنګټن دا ګام پارونکی عمل بللی دی.