د عراق په تکریت ښار کې د پولیسو مرکز ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

عراقي چارواکي وايي، چې یوه انتحاري حمله کونکي نن د تکریت په ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته نږدې ځان والوزاوه، پينځه تنه یې ووژل او لږ تر لږه یولس تنه یې زخمیان کړي دي.

په سیمه کې د پولیسو مامورین او روغتیايي کارکونکي وايي، چې د نن سهار د پولیسو د دې مرکز په مخکې له چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر چاودلی وو.

تر اوسه د دې حملې مسولیت کومې ځانګړې ډلې نه دی اخیستی، خو په عراق کې د القاعده شبکې سره تړلې ډله(د عراق اسلامي دولت) په داسې ډیرو حملو کې په لاس درلودو تورنه ګڼل کیږي.

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په پلرني ښار تکریت کې دا حمله په داسې حال کې شوې، چې له ننه شل ورځې وروسته به د عراق په اتلسو ولایتونو کې سیمه يیز انتخابات ترسره شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره یولس تنه کاندیدان تر اوسه وژل شوي او په دوو ولایتونو کې تر اوسه انتخابات ځنډول شوي دی.