ټاکل شوې ده نن د کابینې د یولسو وزیرانو څخه چې د استیضاح کولو پریکړه یې شوې وه، څلور یې د ولسي جرګې غونډې ته استیضاح شي.
د ولسي جرګې لومړي منشي سید اکرام ازادي راډيو ته وویل، چې دا وزیران به نن د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایې.
ښاغلي اکرام په دې اړه وویل:
(نن د استیضاح لپاره د سوداګرۍ، د اقتصاد، کانونو او د اطلاعاتو او کلتور وزیران ولسي جرګې ته راځي.)
نوموړی زیاتوي، چې پاته اوه نور وزیران به په دوو نورو پړاونو کې استیضاح شي.
د ولسي جرګې غړیو تر ژمنیو رخصتیو مخکې دا پریکړه وکړه چې د کابینې هغه یوولس وزیران به چې په ۱۳۹۰ کال کې یې له پنځوس فیصدو څخه کمه پراختیایی بودیجه مصرفه کړې ده، دې جرګې ته استیضاح کړي.