د مصر د تلویزیون مشهور کمیډین باسیم یوسف د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې په ضمانت سره خوشې شو، چې اسلام او جمهور رئیس محمد مرسي ته د سپکاوي په تور ورڅخه تحقیقات وشول.
د مصر لوی څارنوال طلت ابراهیم د شنبې په ورځ د یوسف د نیولو امر صادر کړی و.
باسیم یوسف هره اوونۍ د البرنامه (پروګرام) په نامه تلویزیوني خپرونه پر مخ وړې، په جمهور رئیس مرسي او نورو اسلام پالو مشرانو ملنډې وهي.
د یوسف مسلې د بیان ازادۍ پر وړاندئ د مصرد اسلام پالې حکومت د چلند په اړه له خلکو سره اندیښنې پیدا کړي دي.