شپیرو: له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو پر ایستلو ۶میلیارد ډالر لګښت راځي

په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو جګ پوړی جنرال وایي، له دې هېواد څخه د امریکا د پوځي وسایطو او شیانو په انتقال به د پنځو او شپږو میلیاردو ډالرو ترمنځ لګښت وشي.

ډګر جنرال سټیفن شپیرو وایي، په افغانستان کې د دوي شاوخوا پنځه ویشت زره عرادې وسایط پاته دي او دا په تاریخ کې د پوځي انتقال تر ټولو پیچلې او سخت عملیات دي.

جنرال شپیرو دغه راز وویل، د ساحې قوماندان به د افغان پوځ او پولیسو د اړتیا وړ وسایط چې د ساتلو توان یي هم ولري، په ګوته کړې.

ټاکل شوې، چې د امریکا پوځ له افغانستانه خپل وسایط او شیان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې وطن ته انتقال کړي.