نامعلومو وسله والو په اچين ولسوالۍ کې يو ماشوم وتښتاوه

نامعلومو وسله والو په اچين ولسوالۍ کې يو ماشوم وتښتاوه، د ننګرهار ولایت څخه په راستول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د تیرې یکشنبې په شپه یو شمېر ناڅرګندو وسله والو په اچین ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره د یوه ځای شوي قومندان زوی تښتولی.

د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې امنيتي موظفينو په سيمه کې پلټنې شروع کړي ترڅو ياد ماشوم د وسله والو له منګولو څخه خلاص او تښتوونکي يې د قانون منګولو ته وسپاري.