د پاکستان په بنو ښار کې پر یوه سیاسي لاریون بمي چاودنه شوې ده

د پاکستان په بنو ښار کې پر یوه سیاسي لاریون شوې بمي چاودنې دوه کسان وژلي دي او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د یکشنبې پر سهار دا چاودنه د ځايي سیاستوال عدنان وزیر په پلوۍ په لاریون وشوه. نوموړې د خیبر پښتخوا ایالتي اسامبلۍ کې د څوکۍ تر لاسه کولو لپاره انتخاباتي مبارزه کوي.

چارواکي وايي په ټپیانو کې خپله عدنان وزیر هم شامل دی چې؛ ځايي روغتون ته وړل شوی او روغتیايي وضعه یې د ډاډ وړ ده.

نوموړی پخوا هم په ایالتي اسامبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند چې؛ په خیبرپښتونخوا کې یې پنځه کاله حکومت وکړ؛ استازی و. نوموړی په اوسنیو انتخاباتو کې د خپلواک کاندید په توګه مبارزه کوي.

په تیرو څو کلونو کې د عوامي نیشنل ګوند په سلګونو غړي او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په دا ډول بریدونو کې وژل شوي دي چې؛ د ډېرو مسوولیت یې پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

ویل کیږي، د طالبانو د بریدونو خطر په خیبر پښتونخوا ایالت کې سیاسي ګوندونه اړ کړي چې؛ پراخې انتخاباتي مبارزې ونه کړي.