د مسکراتو او نشه يي موادو پرضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز او کابل پوهنتون له خوا په کابل کې د نشه يي مواد له زیانونو څخه د خلکو د خبرونې لپاره یو نندارتو پرانسته.
د دې مرکز مطبوعاتي مسوول خالد موحد ازادۍ راډیو ته د دې نندارتون په اړه وویل:
"د دې پروګرام هدف د مخدره موادو له زیانونو نه خبرتیا ده. د هغه کمپاینونو په دوام چې له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز یې جوړوي، د دې ځلې کمپاین مخاطبین ځوانان او محصلین دي، تر څو دوی په ټولنه کې د مخدره موادو له زیانونو څخه خبر شي."
هغه زیاته کړه، په دې نندارتون کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د استادانو او محصلینو ۷۵ کارتوني قطعې او رسامي نندارې ته اېښودل شوي دي.