هرات: د سلما بند له شاوخوا څخه په سلګونو کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي

د هرات چارواکي وايي، په سلګونو کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد چې په دې ولایت د سلما د بند د له منځه تلو لپاره ځای پر ځای شوي و، نیول شوي دي.

د هرات ولایت ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ دغه یو زرو درې سوه کیلوګرامه چاودیدونکي مواد د سلما د بند د پروژې په شاوخوا کې ایښودل شوي وو.

اعلامیه زیاتوي چې تر اوسه د دې پېښې په اړه څوک نه دي نیول شوي؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

پخوا هم یو شمېر خلکو شکایت کړی و چې؛ ځینې وسله وال د ګاونډیو هېوادونو په لمسون د سلما د بند د پروژې د پلي کېدو مخنیوي کوي او ناامنۍ ورته پیدا کوي.