روسیې امریکا د دوی په کورنیو چارو کې په ښکاره لاسوهنې تورن کړ

روسیه وايي، په دې هیواد کې د متحده ایالاتو له خوا د غیر حکومتي سازمانونو مالي ملاتړ د روسيې په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "الکسنډر لوکاشیویچ" پرون په خپلو څرګندونو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه ته اشاره وکړه چې؛ په کې ویل شوي، امریکا به د دې لپاره چې د روسيې قوانین مات نه کړي؛ د منځګړي هیواد له لارې په روسیه کې له فعالو اینجوګانو سره مالي مرستې ته دوام ورکړي.

روسي مقاماتو په دې وروستیو کې تحقیقات پیل کړي؛ څو معلومه کړي چې، غیر حکومتي سازمانونه له بهر څخه د مالي مرستو د ترلاسه کولو په اړه د دې هېواد نوی جوړ شوی قانون عملي کوي او که ترې سرغړونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "ویکټوریا نولانډ" تېره اونۍ وویل؛ داسې ښکاري چې روسيې د غیر حکومتي سازمانونو یا انجوګانو په نښه کول پیل کړي دي.