افغان ولسمشر حامد کرزی دیوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن له کابل څخه د قطر په لور روان شو.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال "فایق واحدي" ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ افغان ولسمشر به په قطر کې د دې هیواد له چارواکو سره د سولې د پروسې په اړه مهمې خبرې وکړي.
د روان میلادي کال په لمړیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې د وسله والو طالبانو لپاره په قطر کې د یوه دفتر د پرانیستلو په اړه موافقې ته ورسیدل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي "یان کوبیش" هم تېره اونۍ تمه وښوده چې؛ د ولسمشر کرزي دا سفر به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.