د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د بیلابیلو ښونځیو لسګونو ښوونکو نن کاري اعتصاب پیل کړی.
دغه ښوونکي اعتراض لري، حکومت د هستوګنې د نمرو اسناد ورکړي؛ خو ځمکې یې نه دي ورکړي او د دوی لپاره د ځانګړې شوې ځمکې یوه برخه د یو شمېر اشخاصو له خوا چې دوی یې زورور بولي غصب شوې ده.
په همدې حال کې د تخار د والي ویاند "سید سلیمان مرادي" ازادي راډيو ته وویل چې؛ په دې اړه يې پلاوی سیمې ته استولی چې تحقیقات وکړي.