په کاپیسا کې د ولایتي شورا د یوه غړي د نیول کېدو په اعتراض مظاهره وشوه

د کاپیسا لس ګونو اوسیدونکو نن په تګاب ولسوالۍ کې د ولایتي شورا د یوه غړي د نیولو په اعتراض مظاهره وکړه.

له سمیې نه د ازادي راډيو خبریال وايي چې؛ مظاهره کوونکو د دولت پرضد شعارونه ورکول او د "نجیب الله رحیمي" د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

د دې ولایت د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجنني وايي چې؛ افغان او بهرنیو ځواکونو تیره شپه ښاغلي رحیمي په کاپیسا کې نیولی دی.

تراوسه حکومتي چارواکو او ایساف ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.