افغان حکومت د پاکستان ادعا رد کړه

افغان حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې پرون يې ويلي وو، د افغانستان له خاورې د توپونو درې مرمۍ ورويشتل شوي دي.

برعکس افغان چارواکي وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې د پاکستان له خاورې د کونړ پر سرحدي ولسواليو تر څلوېښتو زيات توغندي ويشتل شوي، چې مالي زيانونه يې اړولي دي.

په وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ځينو مسايلو کړکېچ زيات شوى دى.

Your browser doesn’t support HTML5

افغان حکومت د پاکستان ادعا رد کړه