د مصر په بېلابېلو ښارونو کې د محمد مرسي د پلویانو او مخالفینو ترمنځ شخړې شوي

د مصر په پلازمېنه قاهره کې پرون د ولسمشر محمد مرسي پرضد مظاهره چيانو لاريون او په ګڼو نورو ښارونو کې شخړې وکړې.

د مصر د دويم لوى ښار "سکندريه" په مرکزي ميدان کې د مرسي په سلګونو مخالفو او ملاتړو مظاهره چيانو پر يو بل د ډبرو او اورشيندونکو بمونو ګوزارونه وکړل.

په دې ميدان کې د مرسي د اخوان المسلمين ځايي مرکزونه وو؛ خو څو اوونۍ مخکې ورباندې مظاهره چيانو حمله وکړه.

په جلا پېښه کې مظاهره چيانو چې هڅه يې کوله؛ د قاهرې د شمال په ٨٠ کيلومترۍ "زقازيق" سيمه کې د اخوان المسلمين دفتر ته اور ورته کړ، له بلواضد پوليسو سره شخړه وکړه.

کله چې تېره اوونۍ لوى څارنوال د ډيموکراسۍ پلوه اعتراض کوونکو د نيولو حکم صادر کړ؛ د لويې څارنوالۍ په وړاندې هم په سلګونو اعتراض کوونکي راټول شول.

وروسته تر هغه چې په ٢٠١١م کال کې پخوانى ولسمشر حسني مبارک د پاڅون په نتيجه کې له واک څخه ليرې شو؛ محمد مرسي د مصر ولسمشر شو.