د ارمنستان د جمهوري رياست ناکام شوي کانديد "رافي هووانيسيان" وايي؛ د جمهوري رياست د تېرې مياشتې په انتخاباتو کې د درغليو په اعتراض خپل غذايي اعتصاب پای ته رسوي.
د انتخاباتو د رسمي نتايجو له مخې ولسمشر "سرژ سرکسيان" د فبرورۍ د اتلسمې نېټې په انتخاباتو کې تر ٥٨ فيصدو زياتې رايې ګټلي؛ هووانيسيان چې په انتخاباتو کې دويم شوى و، ٣٧ فيصده رايې يې خپلې کړې وې.
هووانيسيان چې، د يوه مخالف ګوند مشري کوي، وايي، خپل پنځلس ورځنى اعتصاب يې د ايستر په نامه د عيسويانو د اختر په مناسبت پای ته رسوي.
دغه اختر به د يکشنبې په ورځ وي.