د ملګرو ملتونو امنیت شوری د رایو په قاطع اکثریت سره د لومړي ځل لپاره، د کانګو ډموکراټیک جمهوریت کې د یاغیانو پر ضد جګړې ته د ملګرو ملتونو د تهاجمي سوله ساتي ځواک جوړېدل تصویب کړل.
د ملګرو ملتونو د دغې درې زره کسیزې غښتلې لوا لپاره د یاغیانو د بې وسلې کولو او خنثی کولو په مقصد، د تهاجمهي عملیاتو یوه مشخصه کړنلاړه برابره شوې ده.
د M23 په نامه یاغیان او وسله والې ډلې د کانګو ډموکراټیک جمهوریت له ګاونډیو هیوادو څخه فعالیت کوي او د دې هېواد په ختیځ کې یې زیاتې سېمې نیولي دي.