د افغانستان حکومت وايي، پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې هلې ځلې ناکامې کړي.
د ولسمشر کرزي ويندوي ايمل فيضي پرون فرانس پريس خبري اژانس ته وويل؛ اسلام اباد سولې ته د طالبانو د راضي کولو لپاره داسي شرطونه ايښي چې؛ افغانستان ته د هغو منل ناممکنه دي.
پاکستان، چې د طالبانو د رژيم کلک ملاتړي و، اوس هم ګومان کېږي چې د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم رول لرلي شي.
فيضي وويل چې، پاکستان نور لېواله نه دي چې، په افغانستان کې سوله او صبات راشي.
ده په عين حال کې وويل چې، د افغانستان حالات سم لور ته روان دي خو پاکستان تر افغانستان زيات ناامن شوي دي.