د لویې پکتیا قومي مشرانو د ټاکنو د کمیسیون د مشر له څرګندونو سره مخالفت وکړ

د لويې پکتيا قومي مشرانو په ناامنو سيمو کې د رايو د صندوقونو د نه اېښودلو په باب د انتخاباتو د خپلواک کميسیون د مشر له څرګندونو سره مخالفت وکړ.

د انتخاباتو د خپلواک کميسون مشر فضل احمد معنوي ويلي چې؛ په هغو سيمو کې به د رايو صندوقونه کښېنږدي چې امنيت په کې ښه نه وي.

خو د لويې پکتيا قومي مشرانو پرون په خوست کې په يوه غونډه کې د ښاغلي معنوي له نظر سره د مخالفت په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره امنيت ټينګ کړي.

دوی په عين حال کې خبرداري ورکړ چې، که د انتخاباتو لپاره امنيتي او تخنيکي تياري ونه نيول شي، انتخابات به د حالاتو له ښه کېدو سره د مرستې پرځاي نظام له بحران سره مخامخ کړي.

دوی د انتخاباتو په کميسون کې د پراخ بدلون او اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه.

ټاکل شوې ده چې، د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ لمريز کال د حمل په اوولسمه نېټه ( اپريل۵-۲۰۱۴) ترسره شي.