د نړۍ د کاتوليکو مذهبي مشر پاپ فرانسيس پرون روم ته نژدې په يوه محبس کې د ۱۲ تنو ځوانو بنديانو پښې ومينځلې.
د "ايستر" يا د عيسويانو تر اختر مخکې د پنجشنبې په ورځ د پښو مينځل د مسحيانو يو مذهبي دود دي.
پاپ فرانسيس همداراز پرون تر غرمې مخکې له ۴۶ نارينه او ښځينه بنديانو سره، چې عمرونه يې د ۱۴ تر ۲۱ کلونو پوري وو؛ کښېناست.
د دغو بنديانو اکثره له ايټاليا دباندې زېږېدلي، يا مسلمانان دي او يا په هېڅ دين باور نه لري.
د پاک اختر يا د حضرت عيسي (ع) د بيا راژوندي کېدو د جشن په مناسبت د سپېڅلې پنجشنبې د ورځې مراسم پرون سهار د سينټ پيتربازيليکا په ميدان کې پيل شول.
پاپ فرانسيس، چې د روانې مارچ مياشتې په لومړيو کې د کاتوليکو مسيحيانو مذهبي مشر غوره شو؛ په پرونيو مراسمو کې له بېوزلو خلکو سره د مرستې پر اړتيا ټينګار وکړ.